په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وبا ۳۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کرونا تازه ۳۷ پېښو له جملې ۱۶ په کابل، ۸ هرات، ۲ کندهار، ۲ لوګر، ۲ دایکنډي، ۲ تخار او یوه یوه په پروان، بامیان، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوي دي. روغتیا وزارت ویلي، چې په دې سره په هیواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۲۱ تنو ته ورسېد. د یوه بل خبر له مخې عامې روغتیا وزارت بلخ، ننګرهار او سمنګانو ولایت ته ۱۵ ټنه درملیز توکي ولیږل. د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له دغو طبي وسایلو څخه اووه ټنه بلخ، پنځه ټنه ننګرهار او درې ټنه یې سمنګانو ولایت ته لیږلي دي.