د پیسو نړیوال صندوق اټکل کوي چې د کرونا وبا له کبله نړۍ ښايي له داسې لوی اقتصادي بحران سره مخامخ شي چې ساری به یې په تېرو ۹۰ کلونو کې نه وي لیدل شوی. د پیسو نړیوال صندوق مشرې ویلي، چې د کرونا وبا له کبله د نړۍ راتلونکې ناڅرګنده ښکاري او خبرداری یې ورکړ چې ښايي وضعیت تر دې هم خراب شي. کریستالینا جورجیوا په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په سږني کال کې د دغه بحران ساری به د ۱۹۲۹ او ۱۹۳۳ کلونو ترمنځ له ستر اقتصادي کړکېچ څخه په را وروسته کلونو کې نه وي لیدل شوی. نوموړې ویلي، چې په روان کال کې به د ټولې نړۍ اقتصادي وده په چټکۍ سره په شا ولاړه شي او د دې نړیوالې مالي موسسې له ټولو ۱۸۰ غړو هېوادونو څخه په ۱۷۰ کې به یې د سړي سر کلنی عاید په کمېدو شي.