کابل کې د افغان جاپان شفاخانې یو ډاکټر رسنیو ته ویلي چې تیره شپه دغه روغتون کې د کرونا وبا پر ناروغۍ اخته ناروغانو له ډلې دوو تنو ساه ورکړې ده ، دغه ډاکټر ویلي چې یو ناروغ ۶۵ او بل ۳۷ کاله عمر درلود .دې سره افغانستان کې د کرونا له امله د مړیو شمیر ۱۷ تنو ته رسیږي او ټولې مثبتې پیښې ۵۲۱ تنو ته رسیدلې دي.