امریکا او ترکیې په استانبول کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه خبرې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې په دوحه کې د ترکیې د سفارت مرستیال له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي او د سولې اړوند پر مهمو مسایلو یې بحث کړی دی. ویل کېږي چې په دې لیدنه کې په استانبول کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس پر سر هم خبرې شوې دي. رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې راپورونو ویلي وو چې ښایي د روانې مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب او همکارۍ خبرې کنفرانس جوړ شي. په رسنیو کې سرچینو د طالب استازو له خولې ویلي چې دوی په دغه کنفرانس کې ګډون ته تیار دي خو افغان حکومت لا خپل دريځ نه دی روښانه کړی.