د ولسمشر غني لخوا په حکومت کې د پنځو ورځو لپاره د تازه ګمارنو لړۍ درولو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د نویو ګمارنو لړۍ به تر نامعلومي نېټې پورې درېدلې وي. د ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر وایي، له عبدالله عبدالله سره د خبرو لړۍ روانه ده څو سیاسي اختلافونو ته د حل لاره پیدا شي. تېره اوونۍ د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف، یونس قانوني او محمد کریم خلیلي په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو په غوښتنه ولسمشر غني په حکومت کې د نویو ګمارنو لړۍ د پنځو ورځو لپاره ودروله. خو اوس وحید عمر وایي، چې د نویو ګومارنو د بندېدو موده تر نامعلوم وخت پورې ځنډول شوې ده.