د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټې د سولې د انتقالي حکومت د طرحې په اړه خپله لومړنۍ غونډه کړې ده. دوی په دې اړه خپل نظریات شریک کړي دي. دا طرحه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ټولو اړخونو سره شریکه کړې ده. طالبانو هم ویلي چې دا طرحه یې تر غور لاندې ده او وروسته به خپل دریځ روښانه کړي. په غونډه کې دا پرېکړه شوې چې د سولې په اړه په روسیه او ترکیه کې په جوړېدونکو غونډو کې ګډون وشي.
که رښتیا هم د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټه چې پکې د مهمو سیاسي اړخونو استازي او مشران هم شته، یو واحد دریځ پيدا کړي او ورسره ځيني نور سیاستوال همغږي کړي، نو دوې لویې لاسته راوړنې به ولري:
لومړۍ دا چې د سولې په اړه به د افغانستان د حکومت دریځ د یوه شخص یا یوې کړۍ له انحصاره ووځي او د یوې پراخې ډلې له خوا به تصمیم نیول کېږي چې ډېر اړخونه به پکې خپل ځان وویني. تر اوسه پورې ستونزه دا وه او لا شته چې د سولې په تړاو ټول تصمیمونه د یوه شخص یا یوې کړۍ له خوا نیول کېدل. دوی دا تصمیمونه د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې د سولې لپاره نه نیول، بلکې د خپلو شخصي ګټو او د واک د دوام لپاره یې نیول. آن په واضح ډول درک کېدله چې د دوی پرېکړې او دریځونه د سولې پروسې د تخریب او د جګړې د دوام لپاره دي. له همدې امله نور ښه ده چې پرېکړې د یوې پراخې سیاسي اجماع له خوا وشي.
دویمه دا چې په دې سره به د افغانستان دریځ پیاوړی، معقول او د افغانستان د ډېرو خلکو د نظریاتو ممثل شي. کله چې پرېکړه په یوه کوچنۍ کړۍ کې کېږي، په طبیعي بڼه کمزورې وي، خو چې کله په پراخه سیاسي کتله کې پرېکړه کېږي، ټول اړخونه به یې ملاتړ کوي او پیاوړې به وي. د دې تر څنګ ټول اړخونه به یې سنجول شوي وي او معقولیت به پکې وي. دا به داسې پرېکړه نه وي چې ولسي او سیاسي ملاتړ ونه لري او له حکومته بهر سیاستوال او ډېر خلک یې مخالف وي.
پر همدې بنسټ د امریکا له خوا د سولې د انتقالي حکومت له خوا جوړه شوې طرحه باید د مصالحې په عالي شورا کې و ارزول شي. مثبت او منفي ټکي یې باید معلوم شي. د دې تر څنګ باید دا په پام کې ونیول شي، چې د سولې لپاره یو چانس شته او د کوچنیو مسایلو په لویولو سره د سولې فرصت باید زیانمن نه شي. د مصالحې عالي شورا له رهبرۍ کمېټې همدا تمه کېږي چې یو معقول، د سولې په ګټه، جامع او سم دریځ خپل کړي او له سولې سره مرسته وکړي. اوس چې دوی په دې اړه غونډه او بحثونه کړي، نو خلک ترې همدا تمه لري چې ټول سولې ته د یوې اړتیا په سترګه وګوري او د خپلو شخصي ګټو لپاره مثبت او منفي دریځونه ونه نیسي، بلکې هر دریځ یې باید د افغانستان د ګټو او د سولې د راوستلو لپاره وي.