امریکا یو ځل بیا له افغان سیاسیونو غوښتي چې د افغانستان د ثبات لپاره باید سره متحد شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي افغان سیاستوالو ته په کار ده چې اختلافونه یوه خوا کړي او ژر تر ژره د خپل هېواد د ثبات لپاره سره یو لاس او متحد شي. نوموړي دې ته هم اشار کړې چې که افغان سیاستوال سره متحد شي نو ښایي امریکا له افغان پوځ سره پر خپلو مرستو هم بیا کتنه وکړي. پمپیو داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا هم ډاکټر عبدالله عبدالله ځان د ټاکنو ګټونکی بولي او له ولسمشر غني سره جوړجاړي ته نه دی رسېدلی. دی ادعا کوي چې ولسمشر په تقلب واک ته رسېدلی دی او اصلي بریالی دی دی. خو له دې سره هممهاله د دواړو ترمنځ د جوړجاړي هڅې هم روانې دي.