د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی کابل ته راغلی و او دلته یې له افغان مشرانو سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو او راتلونکو اقداماتو خبرې کړې دي. نوموړي له ولسمشر غني او دغه راز د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. د ملي مصالحې عالي شورا وایي، چې له خلیلزاد سره په لیدنه کې د مسکو او ترکیې پر کنفرانسونو هم خبرې شوي او دغه راز ټینګار شوی چې د سولې هڅې باید لا ډېرې چټکې شي. تر څنګ یې د جګړو پر کمولو او اوربند پر تامین هم خبرې شوې دي.
سره له دې چې په دې وروستیو کې امریکا د سولې په برخه کې په اقداماتو کې جدي ښکاري او ټول په دې باور دي چې ښایي امریکا دا ځل له افغان جګړې په رښتینې توګه ستړې شوې وي او خپله پښه له دې جنجال وباسي. له همدې امله یې د سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو تر څنګ د سیمې ځينې هېوادونه ورګډ کړل او د سولې په تړاو یې په ترکیه کې د یوه مهم کنفرانس د جوړېدو خبره وکړه.
د دې تر څنګ عام افغانان هم نور له جګړو ستړي دي. دوی په دې تمه دي چې دا ځل لکه د تېرو ځلونو په څېر تېر نه ایستل شي او امریکا په رښتینې توګه نور د افغانستان مسئله یو طرفه کړي او دلته روانې جګړې ته په تمامه مانا د پای ټکی کېږدي. د افغان حکومت نظر هم دا دی چې روانه جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي، خو تر څنګ یې دا شعار هم ورکوي چې حکومت همدا دی او طالبان باید په دې حکومت کې مدغم شي، هغه څه چې طالبان یې نه مني او دغه ډله تر هر څه وړاندې د اوسني حکومت له رسمي منلو تېرېږي.
اوس اساسي خبره دا ده چې امریکا باید په رښتینې توګه د افغان سولې لپاره کار وکړي. که په رښتیا غواړي چې افغان جګړه ختمه شي، نو په افغانستان کې د رښتینو سوله ساتو کسانو مشورې دې له ځان سره واخلي او دلته دې د ستونزې لپاره داسې یوه حللاره پیدا کړي چې د جګړو د ختمېدو سبب شي. نه دا چې امریکا لکه خپل سرتېري یې چې له جګړې را و ایستل، دا ځل ځان د افغان جګړې له مسوولیت وباسي، له دې ځایه پښې سپکې کړي او افغانانو ته یوه بله خونړۍ جګړه په میراث پرېږدي. افغان چارواکو ته هم په کار ده چې په پوره تدبیر د سولې روان بهیر مدیریت کړي، د شخصي ګټو پر ځای دې ملي او د ولس ګټو ته لومړیتوب ورکړي، د واک د ساتلو او خپل ځان د ګټو لپاره دې د سولې لپاره دا مهم رامنځته شوی فرصت نه ضایع کوي. د ولسمشر شاوخوا کسان دې نوموړي ته حقیقي مشورې ورکړي او یوازې د خپلو څوکیو لپاره دې د غلطو معلوماتو له ورکړې او غیر مسوولانه اقداماتو ډډه وکړي؛ ځکه نړیوال فرصتونه کله کله هېوادونو ته برابرېږي او که ګټه ترې وا نه اخیستل شي، د یوه ملت په حق کې جفا ده.