د افغان سولې په اړه د مسکو غونډې د جوړېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي او اړینې همغږۍ رامنځ ته شوې دي. تازه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د امریکا په ګډون ټولو بلل شوو لورو د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی دی. د نوې لارې په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، په امریکا کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر عبیدالله برهاني او د حقوقي چارو شنونکی عبدالشکور دادرس. د خپرونې وړاندې کوونکی شفیق امیرزی دی.