د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په دغه هېواد کې ۵۳۲۸۷۹ کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۲۰۵۷۷ یې مړه شوي دي. په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۷۸۰۲۷۸ته رسېدلې دي. په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا ویروس له امله د مړو شوو شمېر ۱۰۸۸۲۲ کسانو ته رسېدلی دی. هسپانیا کې یې ۱۶۶۰۶ کسه مړه کړي. په ایټالیا کې ۱۹۵۶۸، په فرانسه کې ۱۳۸۳۲، په برېټانیا کې ۹۸۷۵، په ایران کې ۴۳۷۵، په بجلیم کې ۳۳۴۶، په جرمني کې ۲۸۷۱ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي. د مثبتو پېښو له اړخه هسپانیه تر امریکا وروسته دویم ځای لري. په دغه هېواد کې ۱۶۳۰۲۳ کسان په کرونا ویروس اخته دي.