سره له دې چې د سولې هڅې ګړندۍ شوې، خو په وروستیو کې امنیتي پېښو د خلکو ژوند تریخ کړی دی. وړمه ورځ په کابل کې د دریو ملکي ادارو پر ملکي کارکوونکو چاودنه وشوه، چې د یوې درې کلنې ماشومې په ګډون یې څلور کسان ووژل او شاوخوا پنځلس نور یې ټپیان کړل. وروستي راپورونه خو دا وايي چې د وژل شوو شمېر ان پنځو ته لوړ شوی دی. له دې پېښې یوه ورځ وړاندې د کابل ښار په زړه کې ماښام مهال دوې پرله پسې چاودنې وشوې چې شاوخوا دوولس کسان یې ټپیان کړل. پرون بیا په بغلان کې د پوهنتون پر استادانو راکېټي برید شوی و چې شپږ استادان پکې ټپیان وو، یو محصل او یو موټر چلوونکی وژل شوي دي.
دغه ډول پېښې چې ملکي وګړو ته یا هغو کسانو ته چې د جګړې له هېڅ لوري سره نه دي ولاړ، زیان اړوي، خورا خطرناکې او بوږنوونکې دي. د کابل په پېښه کې داسې یوه مېرمن وژل کېږي، چې هغه مېندواره وه او خپله درې کلنه لور یې هم ورسره وه. مور او لور دواړه تر ستړې کاري ورځې وروسته د کابل ښار په امنه سیمه کې په یوه عامه بس ډوله موټر کې وژل کېږي. دا غیر انساني او د نه منلو عمل دی. بوږنوونکې پېښه ده او ويښ وجدانونه یې په اورېدلو او لیدلو چوپ نه شي پاتې کېدلی.
سره له دې چې د سولې هڅې پيل شوې، خو عام افغانان د جګړې له وحشتناک او وېروونکي تصویر لا نه دي وتلي. لا هم پر دوی بریدونه او د دوی مرګ ژوبله د رسنیو سرټکي دي. دا یوه معموله خبره ده، چېرته چې د سولې غږ پورته کېږي، هلته باید د ټوپک غږ تر هر څه مخکې چوپ شي، خو دلته کیسه عجیبه روانه ده، ولس سوله غواړي، له جګړو ستړی دی، د سولې خبرې پيل دي، خو د ټوپک غږونه هم ښه لوړ دي او دواړه لوري په خپلو څرګندونو او خبرو کې یو بل ته زور او خپله وړتیا ښيي.
د سولې په دې حساسو شرایطو کې تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې باید لومړی او تر هر څه مخکې اوربند وشي. دواړه لوري دې نور ملکیانو ته دا جوړ کړی دوزخ ړنګ کړي او د خبرو له لارې دې یوې پایلې ته ورسېږي. د پوهنتون استاد وژل، د ملکي ادارې پر مامورینو وحشتناک برید کول، عامه تاسیسات ورانول او د سولې په رامنځ ته شوي فرصت کې جګړو او جګړه ییزو څرګندونو ته لمن وهل د دغه ملت په حق کې ظلم دی او ان باید جنایت وبلل شي.
نړیوالې ټولنې، امریکا، د سیمې هېوادونو په تېره د ترکیې او مسکو د کنفرانسونو له ګډونوالو د افغانانو ستره غوښتنه د اوربند تامین دی. دغه اړخونه باید ژر تر ژره روانه جګړه ختمه کړي او د اوربند د رامنځ ته کېدو او تاوتریخوالي د ختمېدو لپاره دې فشارونه زیات کړي. په دې سره به مور د خپلو ماشومانو په مخ کې نه وژل کېږي او د پوهنتون چپتر به د استاد په وینو نه سور کېږي.