د ملي امنیت شورا د دفتر پر رسمي فیسبوکپاڼه ددغه کسانو انځورونه خپاره شوي خو د شمېر په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي. د سرچینې په خبره دغه کسان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د سولې په برخه کې د اسانتیا او همدا راز له کرونا ویروس د خوندیتوب په خاطر د دوی جرمونو، بند مودې او روغتیايي وضعیت ته په کتو خوشي شوي دي. افغان حکومت تر دې وړاندې هم ۲۰۰ طالب زندانیان په دوو پړاوونو کې خوشي کړي دي. یاد زندانیان داسې مهال خوشي کېږي چې طالبان دغه پروسه نه مني او هغه د هوکړې خلاف ګڼي او په خبره یې په دې کې د دوی مطلوب زندانیان نشته دي.