د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر حسن روحاني بېرته په تهران کې شرکتونو، کمپنیو او کاروباریانو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده. په دې سره په تهران کې په مېټرو سټيشنونو کې ګنه ګوڼه زیاته شوې ده او د خلکو تګ راتګ خورا ډېر دی. د ایراني حکومت ځينې چارواکي اندېښنه ښيي چې ښایي په دې سره د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او مړینو یوه بله بوږنوونکې څپه په ایران کې پیل شي. سره له دې چې په ایران کې تر اوسه د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی خو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره حسن روحاني د اقتصادي فعالیتونو د بېرته پیلېدو امر کړی دی. ایران کې دمګړی د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۷۰۰۲۹ او د مړو شوو شمېر ۴۳۵۷ ته رسېدلی دی.