د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له کبله دویم افغان ډاکټر هم مړ شو. ددغه ډاکټر همکارانو رسنيو ته ويلي چې ياد ډاکټر په کرونا اخته و. افغانستان کې د عامو کسانو ترڅنګ ډاکټران، نرسان او نور روغتياپالان هم په کوېډ-۱۹ اخته شوي دي. تېره اونۍ د محمد حنيف په نوم یو بل ډاکټر هم د کرونا له امله مړ شوی و. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، چې د صحت طفل روغتون متخصص ډاکټر یوسف آریوبي دویم افغان ډاکټر دی، چې د کرونا وبا له کبله مړ کېږي. د هېواد په يو شمېر روغتونونو کې ډاکتران او روغتيا پالان شکايت کوي چې د کرونا ويروس د ناروغانو درملنې او قرنطین پر وخت لازمو وقايي وسايلو ته لاس رسی نه لري.