د خوصت په صبریو ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم ځواکونو عملیات کړي، چې پکې یې ۱۵ ملکي وګړي شهیدان کړي دي. سیمهییز خلک وايي چې په سیمه کې نه جګړه وه او نه طالبان، خو دغو ځواکونو بریدونه کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۵ ملکي وګړي شهیدان کړي دي. سیمهییز خلک دغه راز وايي چې دغو ځواکونو د خلکو څو کورونه هم په بمونو نړولي دي. پرون په ټولنیزو رسنیو د شهیدانو او په ځانګړي ډول ماشومانو تصویرونه خپاره شول، چې ډېر زړه بوږنوونکي وو.
په خوست کې د کمپاین په نوم ځواکونه چې د خوست ساتنې ځواک (KPF) یې رسمي نوم دی، په ظاهره د افغان ځواکونو په چوکاټ کې دي، خو د دغو ځواکونو روزنه، تجهیز، معاش او رهبري ټول د امریکا د استخباراتو لخوا کېږي. د خوست د والي، امنیه قوماندان او نورو چارواکو په ګډون هېڅوک د دغو ځواکونو د جنایتونو او کړنو په اړه نه ځواب ویونکي دي او نه هم پوهېږي چې دا ځواکونه ولې دا کړنې کوي. دوی ان نه پوهېږي چې د دې ځواکونو مشر څوک دی او چېرته اوسېږي. ان دا خبره هم کېږي چې په کابل کې چارواکي نه پوهېږي چې د دې ځواکونو مشر څوک دی او چېرته اوسېږي. له همدې امله هر وخت چې دا ځواکونه عملیات کوي، وحشت کوي، خلک وژني او نورې ورانۍ کوي، چارواکي پټه خوله وي او په اړه یې څه نه وايي.
کمپاین ځواکونه د سي ای اې هغه وحشي قراردادي قاتلین دي، چې په هېڅ ډول یې نه قومانده افغاني ده او نه هم د افغان ځواکونو برخه دي. د دوی کړنې او فعالیتونه یوازې د امریکايي ګټو د خونديتوب لپاره دي او دوی ته مهمه نه ده چې څومره او څه ډول جنایت کوي. دوی ته دا هم مهمه نه ده چې د دوی کړنې له امنیت او که له ناامنۍ سره مرسته کوي، خو چې هر څه ورته د سي ای اې لخوا وویل شي، همغه کوي او بیا د خپلو جنایتونو په اړه ځواب ویونکي هم نه دي.
اوس باید د دغو ځواکونو جنایت ته په غبرګون کې په دولتي چارواکو د نیوکې تر څنګ اصلي ګوته سي ای اې او امریکا ته ونیول شي، ځکه دا جنایت د دوی ملېشه ځواک کوي چې حکومت پرې کنټرول نه لري. امریکا باید د خپلو ملېشو او پټو تشکیلاتو د جنایتونو په اړه ځواب ووايي او ټول خلک باید د امریکا پر ضد غږ پورته کړي. اوس چې د سولې خبرې هم روانې دي، د امریکايي ځواکونو د وتلو تر څنګ باید د سي ای اې د دې ملېشو د حضور په اړه هم جدي بحث او پرېکړه وشي. د دې ځواکونو یوازې جنګیالي افغانان دي، خو اوس یې هم روزونه، معاش، قومانده او هر څه د سي ای اې په لاس کې دي. له همدې امله موږ باید د دې جنایتونو اصلي سرچینه چې امریکا او د امریکا استخباراتي او نظامي حضور دی، هېر نه کړو او پر وړاندې یې په ټول توان ودرېږو.