ملګري ملتونه وایي دوی په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان او یمن په اړه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره خبرې کړې دي. ګوتریش په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي، چې ددوی په هڅو په یمن کې اوربند رامنځ ته شو او اوس هڅه کوي چې په افغانستان کې هم په دې بحراني شرایطو کې اوربند رامنځ ته کړي. دده په خبره ملګري ملتونه د افغانستان د سولې لپاره هڅه کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دي. نوموړي په سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم مهمه بللې ده. ایراني لوري هم په دې خبرو کې ویلي چې افغان جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده.