ایران وايي افغان سیاسیونو ته په کار ده چې په دې سختو شرایطو کې سره متحد شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د هېواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره تلیفوني خبرې کړې دي. ظریف ویلي افغانستان کې د کرونا له پراختیا سره همهاله امنیتي او سیاسي ستونزې یو نوی بحران جوړولی شي نو افغان سیاستوالو ته په کار ده چې په دې حساسو شرایطو کې سره یو لاس شي. حنیف اتمر هم په دې تلیفوني مکالمه کې ایران په سیمه کې د افغانستان ښه ګاونډی یاد کړی او له دغه هېواد یې غوښتي چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي او هلته له میشتو افغانانو سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.