د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۱۸۵۳۱۵۵ کسه په کرونا اخته شوي، ۱۱۴۲۴۷ کسه یې مړه کړي او ۴۲۳۵۵۴ کسه بېرته ترې رغېدلي دي. امریکا د اخته او مړو شوو کسانو د شمېرو له مخې د لېست په سر کې ده. تر اوسه په دغه هېواد کې ۵۶۰۴۳۳ کسه په کرونا اخته شوي او ۲۲۱۱۵ کسه یې مړه کړي دي. ایټالیا کې یې ۱۹۸۹۹ مړه کړي او ۱۵۶۳۶۳ کسه ورباندې اخته دي. هسپانیا کې یې ۱۷۲۰۹ کسه مړه کړي او ۱۶۶۸۳۱ کسه ورباندې اخته دي. فرانسه کې یې ۱۴۳۹۳ کسه مړه کړي او ۱۳۲۵۹۱ کسه ورباندې اخته دي. په برېتانیا کې د مړو شوو شمېر ۱۰۶۱۲ او د مثبتو پېښو شمېر ۸۴۲۷۹ دی.