امریکا په افغانستان کې د بحران په جوړولو کې لاس لري. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي دولت ساز او همپالنې ټیم د ګډ حکومت د جوړولو په لټه کې دي چې په دې سره به بیا د ملي یووالي حکومت په څېر سهامي شرکت جوړ کړي. دده په خبره امریکا ددې پر ځای چې د یوه قوي مرکزي حکومت ملاتړ وکړي په دې بحران کې شریکه ده او هڅه کوي، ویشل شوی، دوه سری او کمزوری حکومت رامنځ ته کړي. ګلبدین حکمتیار همدا راز وایي چې دوې وړې ډلګۍ غواړي د ملت سرنوشت وټاکي او د خلکو پر رایو لوبې وکړي. هغه امریکا تورنه کړه چې په ټولو برخو کې ناکامه ده او ددوی د ناسمو سیاستونو او یا شومو پلانونو له امله په افغانستان کې اوسنی بحران رامنځ ته شوی دی. هغه پر ملت غږ کړی چې د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره غږ اوچت کړي او په هېواد کې معاملګرو او ورانکاره شخصیتونو ته د واک د ویش او کمزوري نظام د جوړولو اجازه ور نه کړي.