د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دده په خبره په دغه پېښو کې ۲۸ یې په کندهار، ۱۳ پېښې په کابل، اووه پېښې په هلمند، شپږ پېښې په نیمروز، درې په تخار او یوه مثبته پېښه په کندوز ولایت کې ثبت شوې ده. هغه همدا راز ویلي چې د کرونا له امله د مړو شوو شمېر هم ۲۱ کسانو ته رسېدلی دی او ۳۸ کسه بیا له دغه ناروغۍ جوړ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.