ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په تړاو په ترکیه کې برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه شي. دا غونډه چې د امریکا په هڅو جوړېږي، لومړی د مارچ په ۲۷مه جوړېدله، خو اوس اپرېل ته وځنډېدله. اوس امریکايي چارواکي وايي چې دا غونډه به د اپرېل په ۱۶مه جوړېږي او لس ورځې به دوام کوي. د همدې لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له کابل وروسته ترکیې او قطر ته ولاړ او اوس یو ځل بیا کابل ته را ګرځېدلی. نوموړی هڅه کوي څو ټول اړخونه دې ته قانع کړي چې په همدې نېټې غونډې ته ورشي.
دې غونډې ته لس ورځې پاتې دي، خو ایا شونې ده چې په دومره وخت کې دې ښکېل لوري دې غونډې ته تیار شي او غونډه دې وشي؟
دا په رښتیا هم ډېره ژر ده، ځکه چې لا هم جدي خنډونه شته. تر ګردو مهم خنډ دا دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ د ځواکونو د وتلو په تړاو لانجه نه ده هواره شوې. د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس ټول بهرني ځواکونه باید تر مې میاشتې له افغانستان څخه ووځي، خو امریکایانو ویلي چې دوی تر دې وخته نه شي وتلی. طالبان بیا وايي چې امریکایان باید هوکړه عملي کړي او تر مې میاشتې ووځي. په دې ډول د طالبانو او امریکایانو تر منځ یوه لانجه را پورته شوې ده. که دا لانجه حل نه شي، نو د ترکیې غونډه به یا وځنډېږي او یا به هم بریالۍ نه وي. که هوکړه عملي شي او بهرني ځواکونه ووځي، نو بیا به د ترکیې غونډه په ټاکل شوې نېټه وشي او بریالۍ به هم وي، خو که بهرني ځواکونه ونه وځي او څو میاشتې نور هم دلته وي، بیا به غونډه ژر ونه شي. له همدې امله د دې غونډې وخت او برخلیک د طالبانو او امریکا تر منځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لانجې پورې تړلی دی.
بله لویه ستونزه دا ده چې لا هم حکومت او سیاسي اړخونه دې غونډې ته تیار نه دي. تر اوسه پورې هېڅ تیاری نه دی نیول شوی، اجنډا معلومه نه ده او ان دا هم معلومه نه ده چې په دې غونډه کې به له کابل څخه څوک ګډون کوي. د حکومت استازي معلوم نه دي او د سیاستوالو او سیاسي ګوندونو د استازو په اړه هم څه نه دي ویل شوي. له بله اړخه لا هم له کابل څخه ورتلونکی پلاوی نه واحد دریځ لري او نه هم واحده طرحه. ارګ وايي چې دوی طرحه لري چې له وخت وړاندې پر ټاکنو را څرخي. د مصالحې عالي شورا وايي چې دېرش طرحې ور رسېدلې دي او دوی پرې کار کوي چې یوه معقوله او ټولو ته د منلو وړ طرحه ترې را وباسي. دا وخت اخلي او ښيي چې په کابل کې حکومت او سیاستوال د ترکیې غونډې ته چمتو نه دي.
دغو ستونزو ته په پام سره نه ښکاري چې د ترکیې غونډه به د اپرېل په ۱۶مه وشي. که بیا هم وشي، نو د امریکا په ډېر فشار او زور به شوې وي او په طبیعي ډول به یوه داسې غونډه وي چې ټول اړخونه امریکا په زور را ټول کړي وي او هر څه به د امریکا په خوښه مخ ته ځي.