د پاکستان او هند د پوله ساتو ځواکونو په وسله والو نښتو کې درې ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. پوځیانو په کشمیر کې له شنبې ورځې راهیسې نښته پيل کړې وه چې تر پرونه یې دوام کړی. هندي چارواکو ویلي چې د پاکستان له لوري د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کوپواره کلي باندې مرمۍ لګېدلي چې درې ملکیان یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. پاکستاني پوځ بیا ویلي چې د هند له خوا په فیر شویو مرمیو کې اته ملکیان ټپیان دي. پاکستان او هند د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پخوا تر دې هم په یو بل سخت بریدونه کړي.