د امريکا د يوې جنګي کښتۍ له۵۰۰ ډېر عسکر په کرونا وبا اخته شوي دي. د فرانسې خبري آژانس په حواله، د کښتۍ له دندې ګوښه شوي قوماندان ويلي چې یادې کښتۍ نږدې ۳۷۰۰ پرسونل د آرام سمندر د ګوام په جزیره کې قرنطين شوي. د امريکا د جنګي بيړۍ روزولت د ۴۸۰۰ عسکرو ۱۰ سلنه په کرونا وبا اخته شوي دي. امریکا کې په کرونا د اخته او مړو شوو کسانو د شمېرو له مخې د لېست په سر کې ده. تر اوسه په دغه هېواد کې ۵۶۰۴۳۳ کسه په کرونا اخته شوي او ۲۲۱۱۵ کسه یې مړه کړي دي.