وروسته تر هغه چې یو شمېر سرچینو راپورونه ورکړل چې امریکا غواړي پر روسیې بندیزونه ولګوي او دغه راز احتمال لري چې روسي ډیپلوماټان له امریکا څخه بهر کړي، د کرملین ویاند ویلي چې له امریکا سره د اړیکو بدترین وضعیت ته چمتو دي. دیمیتري پیسکوف زیاته کړې چې دوی به له دې وروسته د امریکا هر خصمانه ګام ته بدترین ځواب ورکړي. پیسکوف ویلي، چې که څه هم امریکا په وار وار د روسیې پر وړاندې تر ټولو سختې او بدې پرېکړې کړې دي خو مسکو تر اوسه پورې دومره توند ځواب نه دی ورکړی او د نوموړي په خبره، همدا چاره د دې سبب شوې ده چې امریکا سور سترګې شي. پیسکوف ویلي، امریکا یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي خو ټینګار یې کړی دی چې له دې وروسته به یاد هېواد ته د دومره وړاندې تګ اجازه ور نه کړي.