د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی پرون کابل راغی او دلته یې له چارواکو او سیاستوالو سره کتلي دي. د دغو لیدنو په اړه په رسمي ډول دومره ویل شوي، چې خلیلزاد له چارواکو سره د ترکیې پر غونډه خبرې کړي او غوښتنه یې کړې چې باید د سولې هڅې چټکې شي. دغه راز ویل شوي چې خلیلزاد له ډاکټر عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې د جمهوریت پلاوی باید له واحدې طرحې سره ترکیې ته ولاړ شي؛ ځکه چې دا د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده.
واک ته د جوبایډن له رسېدو وروسته د خلیلزاد تر ګردو مهم ماموریت دا دی، چې افغان اړخونه په یوه لویه غونډه کې را ټول کړي او یو توافق ته یې ورسوي. له همدې امله په دې وروستیو کې نوموړی د کابل، دوحې، انقرې او اسلام اباد ترمنځ ګرم سفرونه لري. امریکایانو هڅه کوله چې د ترکیې ناسته د مارچ په ۲۷مه وکړي، بیا دا خبره د اپرېل ۱۶مې ته وځنډېدله، خو اوس ښکاري چې د اپرېل په ۱۶مه به هم دا غونډه نه کېږي. خلیلزاد هڅه کوي چې په چټکۍ سره د غونډې پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي او د همدې لپاره په وروستیو کې په چټکۍ سره پټ او ښکاره سفرونه کوي.
د ترکیې د غونډې پر وړاندې تر ګردو ستر خنډ دا دی چې طالبان وايي، امریکا باید د دوحې د هوکړې پر اساس له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي. د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور لېسته د طالب مشرانو ايستل او د پاتې طالب بندیانو خوشې کول، د دغو ژمنو اساسي برخې دي. امریکا غواړي د دغو ژمنو له پوره کولو وړاندې طالبان له افغان حکومت او سیاستوالو سره جرګه کړي او یوې بین الافغاني هوکړې ته یې ورسوي، خو طالبان غواړي چې یو ځل باید دا ژمنې پوره شي، بیا دا غونډه وشي. له همدې امله دا غونډه ځنډېږي. اوس ښکاري چې امریکا طالبان قانع نه شوای کړلی چې د ترکیې په غونډه کې له شرط پرته ګډون وکړي، نو ځکه هڅه کوي چې د طالبانو ځیني غوښتنې عملي کړي. خلیلزاد پر حکومت فشار راوړي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړي او له تور لېسته د طالب مشرانو د اېستلو کار په رسمي ډول پیل کړي. له همدې امله کابل ته راغلی او دلته به یې د بحث اساسي موضوع همدا وي. امریکا نه غواړي چې دا ژمنې ټولې پوره شي، خو غواړي چې په دې برخه کې یو څه پرمختګ وشي، څو یې طالبانو ته وړاندې کړي او هغوی قانع کړي چې د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي. دا ښکاره ده چې دا ټولې ژمنې نه امریکا عملي کوي او نه هم په لنډ وخت کې عملي کېدلی شي، خو امریکا غواړي چې یو څه وکړي او یو څه هم طالبان له خپلو خبرو تېر کړي. که د بندیانو په خوشې کولو او له تور لېسته د طالب مشرانو په ایستلو کې پرمختګ وشي، نو امریکا به بیا له طالبانو وغواړي چې د یو څه وخت لپاره نور هم بهرني ځواکونه ومني. دا چې طالبان یې مني او که نه، لا معلومه نه ده.
امریکا غواړي د ترکیې غونډه ژر وشي، له همدې امله بیا هم کابل ته راغلی دی او ټوله هڅه یې دا ده چې په چټکۍ سره د دې غونډې پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي او خپلې موخې ته ورسېږي.