د روغتیا نړیوال سازمان وایي یوازې واکیسن کولی شي په نړۍ کې کرونا ویروس د تل لپاره ختم کړي. ددغه سازمان د مشر تدروس ادهانوم په خبره دا چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا نږدې دي او په بشپړه توګه تګ راتګ نه شي درېدلی نو د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی هم اسانه چاره نه ده. دده په وینا یوازې د یوه باوري واکسین جوړول کولی شي چې دغه ویروس د تل لپاره له نړۍ ورک کړي. هغه پر هېوادونو غږ کړی چې خپلو اقداماتو ته ادامه ورکړي، د ټولنیزې فاصلې لپاره جدي وي او همدا راز د کرنټین مودې وغځوي. د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو د کرونا ضد واکسین د جوړېدو ادعاوې شوې دي. د راپورونو له مخې د نړۍ په څه باندې اویا مهمو طبي بنسټونو، څېړنیزو مرکزونو او پوهنتونو کې د کرونا ضد واکسین پر جوړولو څېړنې روانې دي.