په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر دوو میلیونو ته په نږدې کېدو دی. د راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۱۹۲۴۶۷۹ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. له دې ډلې ۱۱۹۶۹۲ کسه یې مړه شوي او ۴۴۵۰۰۵ کسه بېرته ترې روغ شوي دي. امریکا کې د مړو شمېر ۲۳۶۴۰ ته رسېدلی او مثبتې پېښې پکې ۵۸۶۹۴۱ دي. هسپانیا کې مثبتې پېښې ۱۷۰۰۹۹ او د مړو شوو شمېر ۱۷۷۵۶ کسه دی. په ایټالیا کې مثبتې پېښې ۱۵۹۵۱۶ او د مړو شوو شمېر پکې ۲۰۴۶۵ کسه دی. فرانسه کې یې ۱۴۹۶۷ کسه مړه کړي او ۱۳۶۷۷۹ کسه ورباندې اخته دي.