د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي چې دوی د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه په ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی نه لري. نوموړي زیاته کړې چې که له دې وروسته پر بل تاریخ غونډه جوړیږي، په اړه یې د دوی مشوره روانه ده. د نوې لار په دې خپرونه کې مو په ټوله کې د همدې جوړېدونکې غونډې په اړه له خپلو مېلمنو سره خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود او د سیاسي چارو کارپوه هدایت الله پکتین. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.