د سویلي کوریا پوځ وايي شمالي کوریا څو لنډ واټن ویشتوونکي کروز توغوندي د کوریا او جاپان ټاپو وزمې تر منځ سمندر په لور توغولي دي. د سویلي کوریا د پوځ د لوی درستیزانو ګډې کمېټې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا توغندي نن سهار د شمالي کوریا له شمال ختیځ ولایت کنګ ون توغول شوي. شمالي کوریا په دې وروستیو څو میاشتو کې د راکټونو توغولو یو لړ ازموینې کړې دي. شمالي کوریا دا کار د دغه هېواد په اټومي پروګرام له امریکا سره د مذاکرو د بندېدو پر مهال کړی.