د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې له طالبانو سره تر لیدنې وروسته پاکستان ته تللي او ددغه هېواد د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره یې د افغان سولې په تړاو بحث او خبرې کړې دي. خلیلزاد له دې وړاندې په دوحه کې له طالب پلاوي سره کتلي و. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي و چې خلیلزاد او ساکټ مېلر له ملا برادر سره په دې لیدنه کې د زندانیانو پر خلاصون، د هوکړې پر بشپړ تطبیق، له هوکړې پر سرغړونې او نورو ورته مواردو خبرې وکړې.