طالبان وایي افغان حکومت د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره خنډونه جوړوي. د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي دوی له امریکا سره هوکړه کړې چې د بین الافغاني خبرو تر پیل وړاندې به ددوی مشخص شوي زندانیان له بند خوشي کېږي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي چې په هغه کې پر اوربند او نورو مواردو بحثونه کېږي. ډيلي مېل د شاهین له قوله ویلي چې افغان حکومت د زندانیانو د خوشي کولو په برخه کې ستونزې جوړوي او په دې سره د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره خنډونه جوړوي. شاهین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت تازه په درېیو پړاوونو کې د طالبانو تر ۳۶۰ پورې بندیان خوشي کړي دي. طالبانو هم د افغان حکومت شل کسه بندیان خوشي کړي. دغه کار د امریکا، اروپايي ټولنې او ځینو نورو ملاتړو هېوادونو له هرکلي سره هم مخ شوی دی.