امریکا وایي لا هم په افغانستان کې د القاعده شبکې وسله وال شته دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د القاعده غړي شته دي خو هغه ډېر کم دي او په وینا یې امریکا ددې وړتیا لري چې د سرتېرو له موجودیت پرته ددوی پر وړاندې اقدام وکړي. د پمپیو په وینا طالبانو ژمنه ورسره کړې چې له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کوي او په خبره یې طالبان به د القاعده پر وړاندې اقدامات کوي. مایک پمپیو همدا راز وایي چې لا هم ځينې کړۍ شته چې پر امریکا او متحدینو یې د برید پلان لري او غواړي خپل فعالیتونه ولري خو امریکا دا هر څه څاري او پر وړاندې یې اقدام کوي.