روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۰۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغه ویروس اخته اته تنه مړه شوي او ۱۸۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له تازه ثبت شویو شمېرو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۵۹ زره او ۵۷۶ ته، د مړه شویو ۲ زره او ۶۸ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۲ زره او ۹۷۴ ته لوړ شوی دی. دغه وزارت په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی دی چې افغانستان د کرونا وبا له درېیمې څپې سره مخامخ دی او که هېوادوال روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه ونه کړي نو ستر ناورین به رامنځته شي.