ګڼ امریکايي وګړي د سرتېرو د ایستلو په تړاو د بایډن له پرېکړې ملاتړ کوي. دې هېل نشریې د یوه امریکایي انستیتوت په مرسته په یوه ترسره شوې سروې کې وایي چې په امریکا کې د پاخه عمر پوښتل شوو کسانو له ډلې ۳۸ سلنه یې ددې ملاتړي دي چې له افغانستان دې سرتېري و ایستل شي. همدا راز په امریکايي نظامیانو کې هم یوه نظرپوښتنه ترسره شوې ده چې په دې کې هم ۳۸ سلنه نظامیانو د سرتېرو د ایستلو غوښتنه کړې ده او ۳۰ سلنه یې بیا داسې دي چې د سرتېرو د ایستلو ملاتړي دي خو تر څنګ یې د احتیاط سپارښتنه هم کوي. تر دې وړاندې هم په امریکا کې ګڼو ترسره شوو نظرپوښتنو ښوودلې وه چې امریکايي وګړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو له حضور سره مخالف دي.