افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د جګړې ختمولو په اړه د ملګرو ملتونو، سیمې د هېوادونو او افغان ولس غوښتنه ومني او اوربند وکړي. ولسمشر غني په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، حکومت به هڅه کوي چې بهرنۍ مالي مرستې د کرونا وېروس پر ضد روان کمپاین کې ولګول شي. ولسمشر زیاتوي کرونا وېروس داسې یوه نړیواله وبا ده چې ان پرمختللي هېوادونه یې هم له ستونزو سره مخ کړي، او تینګار شوی چې افغان حکومت دا وبا له پیله جدي ګڼلې وه. ولسمشر غني همدا راز ویلي، حکومت به له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د کورونا وېروس په تړاو د لګېدلیو محدودیتونو له کبله یې کار روزګار زیانمن شوی دی. نوموړي همدا راز پر افغانانو غږ کړی دی چې په خپل چم ګاونډ کې پر بې وزله کسانو پام وکړي او تر خپلې وسې مرسته ورسره وکړي. له دې وړاندې ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو او ګڼو خیریه بنسټونو هم د کورونا وېروس د روان بحران له کبله په افغانستان کې د اوربند او بشري مرستو غوښتنه کړې وه.