اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښکېلو لورو د اوربند غږ کړی دی. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا ویلي په ټوله نړۍ کې بشري اوربند رامنځ ته شوی دی. ددې اوربند وړاندیز ملګرو ملتونو کړی دی او ګڼو هېوادونو عملي کړی دی. د کوبیا په خبره ان وسله والو ډلو هم په ټوله نړۍ کې دغه اوربند ته غاړه اېښې ده او ټول د کرونا پر ضد پر مبارزه بوخت دي، خو په افغانستان کې د اوربند او تاوتریخوالي د کموالي هېڅ څرک نشته. کوبیا وایي دا مسئله ځورونکې ده. نوموړي پر ښکېلو لورو غږ کړی چې جګړې ودروي، اوربند وکړي او د کرونا پر ضد مبارزه وکړي څو د بشري ناورین مخنیوی وشي.