په هېواد کې تر بل هر وخت په تېره بیا په روژې میاشت کې د ښکېلو لورو تر منځ جګړو زور اخیستی او هدفي وژنې ډېرې شوې دي. ارګ وایي چې د طالبانو له لوري د اختر په درېیو ورځو کې له اعلان شوي اوربنده خبر دي. ولسمشر غني هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې ده چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعات کړي. د نوې لار په دې خپرونه کې موږ پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د خپرونې مېلمانه مو دي، لیکوال او د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا او د سیاسي چارو شنونکی هېواد ځاځی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.