اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روانو سیاسي مذاکراتو له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې ژر تر ژره یو سیاسي توافق ته ورسېږي. د دغې ټولنې استازي په کابل کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له رییسانو او د ناروې سفیر سره په همغږۍ نن په یوې اعلامیې کې ویلي، چې افغانستان په اوس وخت کې په بیړني ډول د سولې خبرو پیلولو ته اړتیا لري. اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نا امنیو دوام او تازه روغتیايي ګواښونو ته پاملرنې د خلکو هوساینې ته باید لومړیتوب ورکړل شي. اروپايي ټولنې دغه راز د افغانستان د سیاسي اړخونو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی دی. د افغانستان لپاره د دغې ټولنې استازي رولاند کوبیا ویلي چې په افغانستان کې د انتخاباتو څپرکی تړل شوی دی او د سولې د چارو پر مخ وړلو لپاره دغه هېواد یو هر اړخیز او ټول شموله حکومت ته اړتیا لري. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي