د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله مرکه کې ویلي، دوی برېتانیا ته دنده سپارلې چې پاکستان او افغانستان سره نږدې کړي. تر دې وړاندې هم ځينو رسنیو د پاکستاني او برېتانوي نظامیانو د راتګ په اړه ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د نظامي همکاریو لپاره هڅې روانې دي. د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم ویلي چې د انګریزانو په منځګړیتوب له پاکستان سره شرمناکې معاملې روانې دي. د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي؛ په کندهار کې مېشت د سیاسي چارو شنونکی محمد خان امید او په برېتانیا کې حقوقي سلاکار او پخوانی ډیپلومات عزیز معارج. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.