په فاریاب کې د مارشال دوستم پلویان وایي که یې غوښتنې و نه منل شي مستقل دولت اعلانوي. دا شپږمه ورځ ده چې د دوستم پلویان په فاریاب کې له سپکو او درنو وسلو سره د ښار په واټونو کې ګرځي او ګڼې دولتي ادارې یې بندې کړې دي. په پنجشیر کې هم د حمید خراساني په نوم یوه وسله وال کس دغه ولایت ته د کوچیانو د ورتګ مخه نیولې ده، ولسمشر غني، امرالله صالح او په ټوله کې یې حکومت ته ګواښونه کړي دي. له دې وړاندې په وردګو ولایت کې هم نامسوول وسله وال عليپور حکومت ته سرخوږی جوړ کړی و. حکومت ولې ددغه ډول پېښو په مهارولو کې پاتې راغلی؟ په نننۍ خپرونه کې مو له خپلو مېلمنو سره پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د افغان څېړنیز او مشورتي مرکز مشر غلام جیلاني ځواک او د سیاسي چارو شنونکی فیض الله ساپی. بشپړه خپرونه دلته واورئ.