اروپايي ټولنه وایي په افغانستان کې د بندیانو ازادېدل یو ښه فرصت دی چې طالبان د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته مخه وکړي. په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون ویلي، که څه هم دا ټولنه د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې او اوس د بندیانو په ازادولو کې مستقیم رول نه لري، خو د افغانستان د سولې او ثبات له هرې سوله ییزې پروسې ملاتړ کوي. نوموړي د لومړي ځل لپاره کابل ته د طالبانو د درې کسیز پلاوي راتګ او له حکومت سره خبرې هم یو ښه ګام بللی. د اروپايي ټولنې دې استازي هیله څرګنده کړې چې د ټاکنو له امله رامنځته شوی جنجال د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې په یو سیاسي تفاهم سره پای ته ورسیږي او د جمهوریت اصول وساتل شي.