له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده، خو ورسره هممهاله داسې رپوټونه دي چې بهرني ځواکونه له سیمې څخه نه وځي، بلکې افغانستان ته نږدې ځای پر ځای کېږي. په ازبکستان او پاکستان کې د امریکايي اډو د جوړېدو رپوټونه خپاره شوي. که څه هم د دواړو هېوادونو چارواکو دا خبرونه رد کړي، خو په عملي ډول ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو لپاره ځینې تحرکات لیدل شوي دي. د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ سره څېرمه تر ډیورنډ کرښې هاخوا امریکايي ځواکونو د ځینو تاسیساتو د جوړولو کار پیل کړی دی.
په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو مانا دا ده امریکا لا هم غواړي په دې سیمه کې د خپلو سیالانو د کنټرول او هغوی ته د ستونزو د جوړولو لپاره پاتې شي. امریکا غواړي له افغانستان او سیمې څخه د روسیې او چین پر ضد کار واخلي. اوس چې خبره د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د امریکايي اډو کېږي، نو دا واضح کوي چې امریکا لا هم پر افغانستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې افغان خاوره باندې تمرکز کوي. ډیورنډ کرښې ته څېرمه امریکايي اډې به نه یوازې په ټوله سیمه کې د ناکرارۍ لامل وي، بلکې دوی به له دې لاره غواړي چې افغانستان یو داسې حالت ته بوځي چې ټولې سیمې ته ګواښ وي. له بله اړخه د دې شونتیا هم شته چې په دې سره به د پاکستان او چین اقتصادي دهلیز هم زیانمن شي او امریکا او چین به لا زیاتې جدې سیالۍ ته ننوځي. ستونزه دا ده چې دوی به له یو بل سره د سیالۍ لپاره بیا هم افغانان او افغان خاوره کاروي. د دوی د سیالۍ له امله به د افغان په کور کې او تر کرښې هاخوا د پښتنو په کورونو کې اور بل وي. په دې اور کې به پښتانه او په ټوله کې افغانان د امریکا د ملاتړو او مخالفینو دواړو په نومونو وژل کېږي، کورونه به یې ورانیږي او له لا زیاتو ستونزو سره به مخ کېږي.
اوس پکار ده چې په لر او بر کې ټول افغانان، د جګړې ټول اړخونه او مطرح سیاسي خوځښتونه دا دسیسې درک کړي. دوی باید پرې نه ږدي چې امریکايي ځواکونه په خپل حضور سره سیمه لا زیاته اور ته ور ټېل وهي. پکار ده چې په ټول شدت نه یوازې د اوسنۍ جګړې د ختمولو لپاره کار وشي، بلکې د راتلونکي بلېدونکي اور مخه هم ونیول شي. که څوک د دې راتلونکي ګواښ ستروالی او ژوروالی درک کړي، نو پوهېږي چې که په هره قربانۍ وي، باید مخه یې ونیول شي. د افغان جګړې دواړه لوري دې نور دا جګړه پرېږدي، د امارت او جمهوریت تش شعارونه دې بند کړي. دوی ته پکار ده چې ژر تر ژره یو سیاسي توافق ته ورسېږي، یو نوی حکومت جوړ کړي او داسې ګامونه واخلي چې د جګړې د دوام او یا یې یو بل پړاو ته د ننوتلو مخه ونیول شي. که د ښکېلو اړخونو اوسني دریځونه وي، نو موږ له یوې بلې نیابتي جګړې سره مخ کېږو او بیا به یې پړه مخامخ د دوی پر غاړه وي.