د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د ارګ او سپېدار ترمنځ د سیاسي شخړو د حل لپاره له پرمختګونو خبر ورکوي او وایي چې ډېر ژر به د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا جوړه شي. رحیمي له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، چې ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا رامنځته کړي او له طالبانو سره د مذاکرې د مرکچي پلاوي واکونه به دغه شورا وټاکي. خو د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون وايي چې تراوسه د ولسمشرغني او عبدالله ترمنځ هېڅ هوکړه نه ده شوې. هغه ویلي چې عبدالله تر اوسه خپله طرحه له اشرف غني سره نه ده شریکه کړې. د دواړو لورو تر منځ د سیاسي شخړو د حل خبرې داسې مهال دي، چې اروپايي ټولنې د افغانستان له ټولو ښکېلو اړخونو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو غوښتنه کړې ده. د دې ټولنې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې افغانستان له نا امنیو او نویو ناڅاپي روغتیايي ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی د افغانانو سوکالۍ او لوړو ګټو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.