د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوی په کابل کې له لیدنو کتنو او مشورو وروسته دوحې ته ځي او هلته به له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي. د دې پلاوي غړو د مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله سره هم کتلي او نوموړی وايي چې پلاوی به دوحې ته ورشي او ورسره به د سولې په ټپه ولاړې خبرې بیا پیل شي. تر دې وړاندې طالبانو هم ویلي وو چې ژر به د سولې خبرې بیا پیل شي.
له ډېر وخت راهیسې نه په دوحه او نه هم په کوم بل ځای کې د سولې خبرې شته، د دواړو اړخونو لخوا نه یوازې د جګړې خبرې کېږي، بلکې په ټول هېواد کې عملي جګړې هم زور اخیستی دی. له دواړو اړخونو څخه معلومات دا دي چې سختې جګړې ته تیاری نیسي. د افغانستان په جګړه کې ځینې ښکېل سیمهییز هېوادونه هم په افغانستان کې ځینې داسې کارونه کوي، چې د جګړې د نوي پړاو لپاره د پیل تیاری ګڼل کېدلی شي. طالبانو پرلهپسې هڅه کړې چې په ټول هېواد کې خپله جغرافیه پراخه کړي، د ولسوالیو او سیمو د لاندې کولو لپاره یې جګړې کړې دي، چې په ځینو سیمو کې یې پرمختګ هم کړی دی. حکومت هم د طالبانو پر ضد نه یوازې عملیات کړي، بلکې د هغوی پر ضد سخته او تونده ژبه هم کاروي. له دواړو اړخونو سختو جګړو پراخ ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي. حکومت په وروستیو کې تر زرو د ډېرو طالبانو د وژلو ادعا کړې او طالبانو هم د ډېرو حکومتي ځواکونو د وژلو او دوی ته د تسلیمۍ ادعاوې کړې دي. ملکي وګړو ته هم سختې مرګ ژوبلې اوښتې دي. له بله اړخه په ځینو سیمو کې د ملېشو د جوړېدو کار هم روان دی او مرموزې وژنې هم پیل شوې دي، چې ډېری یې په هغو سیمو کې دي چې هلته د ملېشو د جوړولو کار روان دی. له دې امله نه یوازې اوس تمرکز پر جګړه دی، بلکې تیاری هم جګړې ته روان دی.
له هره اړخه د جګړې په دې ګرم حالت کې سولې ته هیلې ډېرې کمې دي، خو بیا هم خلک غواړي چې د سولې خبرې بیا پیل شي او مثبتې پایلې ولري. اوس چې په دوحه کې د سولې د خبرو د بیا پیل په اړه خبرې کېږي، خلک تمه لري چې دا ځل دا خبرې جدي او متفاوتې وي. ښکېلو اړخونو باید درک کړې وي چې سوله نه یوازې د ولس اساسي غوښتنه ده، بلکې دوی په جګړه نه شي کولی چې خپلو موخو ته ورسېږي. له همدې امله دا ځل خبرې باید د تېر په شان یوازې د وخت د ضایع کولو لپاره نه وي، بلکې دا خبرې باید جدي، عملي او مثبتې وي. دواړه اړخونه باید ومني چې له قربانۍ او انعطاف پرته د سولې په خبرو کې پرمختګ نه کېږي او دواړه باید همدا کار وکړي. د دې تر څنګ په وروستیو بدلونو کې باید دواړو اړخونو درک کړې وي، چې که سوله ونه کړي، یوې داسې کورنۍ جګړې ته روان دي، چې نه یوازې پای به ونه لري، بلکې دوی به د خلکو او تاریخ پر وړاندې منفور او ذلیل شي. له همدې امله باید پر سوله تمرکز وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي.