افغان حکومت وایي تمه لري چې تاوتریخوالی کم شي او دایمي اوربند رامنځ ته شي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، افغان حکومت د زندانیانو د خوشي کولو په برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي دي. دده په خبره ددې ګامونو په اوچتولو او د ګڼو طالب زندانیانو په خوشي کولو افغان حکومت تمه لري چې تاوتریخوالی کم شي. مینه پال وایي ټول په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي او افغان حکومت هم د سولې لپاره مهم ګامونه اوچت کړي دي نو ددې وخت دی چې دایمي اوربند تامین شي او جګړه ودرېږي. افغان حکومت او طالبانو په دې وروستیو کې د یو بل بندیان خوشي کړي دي خو تر څنګ یې لا هم په ځینو ولایتونو کې د طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ نښتې کېږي او یو بل ته مرګ ژوبله اړوي.