د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوی په کابل کې له لیدنو کتنو او مشورو وروسته دوحې ته ځي او هلته به له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي. د دې پلاوي غړو د مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله سره هم کتلي او نوموړی وايي چې پلاوی به دوحې ته ورشي او ورسره به د سولې په ټپه ولاړې خبرې بیا پیل شي. تر دې وړاندې طالبانو هم ویلي وو چې ژر به د سولې خبرې بیا پیل شي. بلخوا پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د سولې بهیر باید د پروژې پر ځای په ملي پروسه بدل شي. د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي؛ د مدني ټولنې د فېدرېشن مشر صدیق منصور انصاري او د سیاسي چارو کارپوه قاضي نجیب الله جامع. بشپړه خپرونه دلته واورئ.