امریکا وایي له افغانستان یې د سرتېرو د ایستلو بهیر ۴۴ سلنه بشپړ شوی دی. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر په چټکۍ مخ ته روان دی او دمګړی له ۳۳ تر ۴۴ سلنې پورې دغه بهیر بشپړ شوی دی. نوموړي ویلي چې امریکایي ځواکونو په لسګونه پروازونو کې زرګونه قطعې نظامي تجهیزات را ایستلي دي، زرګونه قطعې تجهیزات یې په افغانستان کې ویجاړ کړي دي او تر څنګ یې افغان پوځ ته هم ځینې توکي ورکړي دي. کربي همدا راز د بګرام هوایي اډې په اړه ویلي چې ښایي تر راتلونکو شلو ورځو پورې دغه ستره نظامي اډه افغان پوځ ته وسپارل شي.