یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي، له طالبانو سره د لاسلیک شوې هوکړې له مخې غواړي له افغانستان څخه د «سي. آی. اې» یو شمېر پوځیان وباسي. نیویارک ټاټمز پرون په یوه راپور کې ویلي، که څه هم چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د استخباراتي ځواک زیاتول د امریکا پلان و، خو د طالبانو د مشرتابه په غوښتنه او د تاوتریخوالي د کمښت په موخه یې دا پرېکړه کړې ده. داسې ښکاري چې اوسمهال په افغانستان کې د سي ای اې سلګونه پوځیان میشت وي، خو شمېر یې ډېر کله د تغیر په حال کې وي. ویل کېږي د امریکا استخباراتي پوځیانو په تېرو دوه لسیزو کې په افغانستان کې محلي ځواک ته روزنه ورکوله او تجهیز کول یې، څو له القاعدې سره مبارزه وکړي. امریکایي چارواکي وایي، چې د مذاکراتو پر مهال د طالبانو مشرتابه تر ډېره د سي آی اې د کار کوونکو پر ایستلو ټینګار کاوه. او اوس دغه کار په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت په موخه کوي.