روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۲۷۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغه ویروس اخته ۴۱ تنه مړه شوي او ۱۴۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له تازه ثبت شویو شمېرو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷۹ زره او ۲۳۶ ته، د مړه شویو کسانو شمېر ۳ زره او ۱۶۳ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۸ زره او ۶۳۳ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت ویلي چې هېوادوال باید د کرونا وبا د دریېمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.