د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی کابل ته راغلی او دلته یې له چارواکو او سیاستوالو سره خبرې پیل کړي دي. د خلیلزاد په حواله ویل شوي چې نوموړی له خپل ټیم سره راغلی چې له افغانستان سره د اړیکو او همکاریو پر نوي څپرکي خبرې وکړي. د خلیلزاد د دې ځل ماموریت اصلي موخه څه ده او د افغانستان د سولې پروسې په اړه د امریکا دریځ څه دی؟ د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، په لندن کې مېشت پخوانی ډیپلوماټ او حقوقي سلاکار عزیز معارج او د افغان څېړنیز او مشورتي مرکز مشر غلام جیلاني ځواک. بشپړه خپرونه دلته واورئ.